د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست ګډه مطبوعاتي اعلامیه

وَلَوْلا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿ سوره حج آیه ۴۰﴾
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عمومي ریاست د نوې او جامع طرحې له مخې چې د ترهګرو ډلو د سیمهییزو او نړیوالو رهبرانو له منځه وړل او نیول پهکې شاملېږي؛ دا ځل یې د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره یوځای د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د سویلي اسیا او لرې ختیځ لهپاره د داعش ترهګرې ډلې مشر ضیاالحق چې په شیخ ابوعمر مشهور دی، نیولی دی.
دا عملیات د ملي امنیت په بند کې د داعش د څلورو سترو مسوولینو د اعترافاتو پر بنسټ او د امنیتي ځواکونو د استخباراتي او تخنیکي شپه ورځنیو هڅو په پایله کې ترسره شوي دي.
هېره دې نهوي چې په عملیاتو کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو زړورتیا او سرښندنه هم د ستاینې او قدر وړ ده.
په عملیاتو کې د سویلي اسیا لهپاره د داعش د عامه اړیکو مسوول صهیب او د استخباراتو مسوول ابوعلي هم نیول شوي دي.
ملي امنیت ریاست به د سیمهییزو ترورېستي ډلو د لوړ پوړو رهبرانو د نښه کولو او همدارنګه د ترهګرو شبکو د ګډې سرچینې د له منځهوړو په موخه خپلو هدفمندو عملیاتو دوام ورکوي.