د پولیس راډیو لپاره د خپرونو وړاندې کوونکي

Publish Date
Closing Date
د دندې عنوان: د راډیويي خپرونو وړاندې کوونکی
اړوند اداره: پولیس راډیو
د کار ځای: کابل، د اړتیا پر اساس نور ولایتونه
د دندې ډول: د اړتیا پر بنسټ قراردادي، له ارزیابې وروسته رسمي کول
د دندې لنډیز:
پولیس راډیو د یوه مسلکي، تجربه لرونکي او ښه غږ لرونکي ویاندوی ته اړتیا لري، ترڅو د راډيو پالیسۍ اړوند بېلابیلو برخو کې راډیويي خپرونې پرمخ بوځي.
د دندې لپاره شرایط::
• د راډیو بېلابېلې خپرونې وړاندې کول.
• د امنیتي، ټولنیزو او د عامه پوهاوي اړوند د موضوعاتو په اړه د خپرونو تنظیم او تولید.
• د خلکو، چارواکو، او متخصصینو سره ژوندي (Live) او ثبتي مرکې ترسره کول.
• خپرونو لپاره د محتوا برابرول او خپرونو ته د سوژې ټاکلو وروسته د پوښتنو چمتو کول.
• د خپرونو د نوښت او په زړه پورې والې لپاره د نظریاتو چمتو کول.
• په پښتو او دري ژبو پوره تسلط.
د ګمارنې شرایط:
د ژورنالیزم، ادبیاتو یا ورته برخو کې تحصیلي سند (که رسمي سند ونه لري، کاري تجربه مهمه ده).
لږ تر لږه دوه کلنه کاري تجربه د راډیو/ ټلویزیون او ویاندويي برخو کې.
ښکلی، واضح، ډډ او مسلکي غږ درلودل.
د پښتو او دري څخه په يوې ژبې پوره برلاسی لرل، که دواړه ژبې يې روانې وي امتیاز لري.
د ایډیټینګ سافټویرونو سره بلدتیا یې امتیاز دی.
د خلکو سره د مرکو کولو، بحثونو تنظیمولو او د اورېدونکو پام را اړولو وړتیا.
د غوښتنلیک سپارلو لار:
په شرایطو برابر کسان کولی شي خپلې (CV) د دغه moipoliceradio@gmail.com برېښنالیک له لارې را واستوي.
یوازې هغه غوښتونکي چې د شرایطو وړ وبلل شي د لومړنۍ ازموینې لپاره شارټ لیست کېږي. له ازموینې وروسته ټاکل شوي کسان مرکې (انټرویو) ته بلل کېږي. د مرکې له بریالي کېدو وروسته یوه لنډه موده د عملي کار ارزونه کېږي. که نوماند ټولې قانوني پروسې په بریالیتوب بشپړې کړي نو د دندې موقعیت ورته مشخص او رسمي دنده ورسپارل کېږي.
د غوراوي بهیر د بشپړېدو لپاره به له اړوندو کسانو سره اړیکه نیول کېږي. د غوښتنلیک له استولو وروسته له مکرر تماس نیولو ډډه وکړئ.
یادونه :د برېښنالیک موضوع(Subject) کې باید " د خپرونو وړاندې کوونکی” یاد کړل شي.
که کومه پوښتنه یا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ د لاندې شمېرو له لارې اړیکه ونیسئ:
وټساپ / تلیفون:
0093777685947
0093778153719