د ملي پولیسو درنو کورنیو ته د تحصیلي بورسیو د لومړیتوب په اړه د کورنیو چارو وزارت خبرتیا!

د هېواد د نافذه قوانینو پر بنسټ، د افغانستان د ملي پولیسو درنې کورنۍ؛ له ځانګړو حقونو او امتیازونو برخمنې دي او د کورنیو چارو وزارت مشرتابه، د ملي پولیسو درنو کورنیو ته د چارو رسیدګي؛ په لومړیتوب کې ځای ورکوي او دې اړین امر ته ځانګړې پاملرنه لري.
د کورنیو چارو وزارت د پرېکړې او لارښوونې په اساس، له نن ۱۳۹۷/۱۱/۰۱ څخه وروسته بهر کې تحصیلي او روزنیزو بورسیو ته د ملي پولیسو د منسوبینو د پېژندګلوي په برخه کې؛ لومړیتوب د پولیسو د شهیدانو کورنیو ته ورکول کېږي. دا پرېکړه د هېواد د ملي پولیسو له ځواکونو د درناوي او ځان ښندنې په موخه ترسره شوې ده.