د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډه اعلامیه

hakimi-moi
1

"واشنګټن پوست" ورځپاڼې په تازه‌ګۍ د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د کورونا ویروس د خپرېدو او پر افغان ځواکونو د دې ناروغۍ د منفي اغېزو په اړه راپور خپور کړی دی.
دفاعي او امنیتي سکتور دا راپور مطالعه او ارزولی دی.
زمونږ د ارزونو له مخې، خپرې شوې شمېرې او پر امنیتي - دفاعي ځواکونو د کورونا ویروس یاد شوې منفي اغېزې سمې نه دي.
د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبرۍ په هېواد کې د کورونا ویروس د مخنیوي په پار ځینې مهم مخکني اقدامات ترسره کړل؛ چې د روغتیايي مرکزونو رغونه، د هېواد په کچه ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په کافي اندازه د اړتیا وړ روغتیايي توکو وېش، د ځانګړو لارښوونو صادرول او همدارنګه په عملیاتي او حمایوي اډو او جزوتامونو کې د درملني او وقایوي تدابیرو برخې شاملې او تر لاس لاندې نیول شوې دي او په ټولیزه توګه یې تطبیق لا هم دوام لري.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روغتیايي برخو د اقداماتو او څېړنو پر بنسټ د یادو ځواکونو زیانمنتیا په ډېره ټيټه کچه ساتل شوې ده.
کوېډ-۱۹ ویروس په ټول هېواد کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر فعالیتونو او ماموریت هېڅ ډول منفي اغېزې نه دي درلودلې او همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغانانو د ساتنې په برخو کې به د یادو ځواکونو هڅې په موثره توګه پلي شي.

مطبوعاتي اعلامیې

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۸:۵۶
Background image

خبرتيا!

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست په هېواد کې د پولیسو پر فعالیتونو څارنه کوي او په هېواد کې د کورنیو چارو وزارت له لوري وړاندې کېدونکو چوپړتياوو

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳۱ - ۱۴:۵۰
Background image

خبرتیا!

د هغو موټرسایکلونو مالکینو او متصرفینو ته چې تر اوسه یې موټرسایکلونه جوازسیر او نمبر پلیټ نه لري (ګمرک یا مستوفیت) کې نه دي محصول شوي، یعنې یو کیلي

Back to announcements