خبرتیا!
د شخصي، بې اسنادو او باقياتو لرونکو وسايطو مالکانو د پام وړ!
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې د پريکړې پر بنسټ او د اقتصادي او ټرانسپورټي کميسونونو د پريکړو سره سم؛ د افغانستان لاس او ښې لاس ټول هغه وسایط، چې په ګمرکونو کې يې د واحد کاري مرکز له لارې ترافيکي او ټرانسپورټي اسناد نه وي اخيستي او هم د ناقانونه لاس ټول هغه وسايط، چې تراوسه يې د ۳۴ ولايتونو د ترافيکي چوپړتياو په مرکزونو کې موقتي اسناد نه وي اخيستي؛ خبر ورکول کېږي، چې ژر تر ژره دې د سندونو د اخيستلو او قانوني پروسو د بشپړولو لپاره يادو مرکزونو ته مراجعه وکړي. د نه ورتګ په صورت کې به يې د ټاکل شوې کمېټې له لورې په ښارونو، لويو لارو، ترمينلونو، هډو او واټونو کې وسايط درول کېږي، چې وروسته د شکايت حق نه لري.