Pastنور دلته
لوګر کې د ترهګرو طالبانو د دوه ډلمشرانو په ګډون څلور ترهګر طالبان ووژل شول.
ترهګرو طالبانو د لوګر ولایت د مرکز اړوند په کنجک او شکر کلا سیمو کې د پولیسو پر امنیتي پوستو برید کړی، چې د ملي پولیسو له غبرګون سره مخ شوی او په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د دوه. . .
پکتیا کې دوه ترهګر طالبان ووژل شول.
تېره شپه د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ په اړوند زرګل سیمه کې د یوې راکټ ګولۍ د چاودنې له امله دوه ترهګر طالبان وژل شوي دي.
یادو ترهګرو په پکتیا کې په بېلابېلو ترورېستي پېښو کې لاس. . .
ننګرهار او بغلان کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول.
له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په ننګرهار او بغلان کې درې تنه د هیرویینو او چرسو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې منځه په ننګرهار کې د دوو بېو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه له ۲۷۷ کیلو. . .
تخار کې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر ووژل شو.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د تخار ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ په شهر کهنه سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو شمېر کلي د ترهګرو طالبانو له. . .
فراه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکيان د ماین چاودنې له امله شهیدان شوي.
تېره ورځ د فراه ولایت د مرکز اړوند په کارېز شیخان کلي کې ترهګرو طالبانو یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې د سیمې یو موټر پرې ختلی او په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکیان. . .
لوګر کې درې ترهګر طالبان د خپل لاس ماین چاودنې له امله ووژل شول.
د لوګر ولایت د مرکز په دو بندي سیمه کې څلورو ترهګرو طالبانو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې د سړک غاړې ماینونو پر جوړولو بوخت وو.
یاد ماینونه پر ترهګرو وچاودل، چې په ترڅ کې یې درې. . .
پکتیکا کې څلور ماین خښوونکي ونیول شول.
تېره ورځ د پکتیکا ولایت په سروضې ولسوالۍ کې څلور ماین خښوونکي نیول شوي.
یادو ماین خښوونکو منلې چې په سروضه کې یې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په مخامخ نښتو او ماین چاودنو کې لاس درلود. . .
پکتیکا کې ۹۰ ترهګر طالبان ووژل شول.
د پکتیکا ولایت په وړممۍ ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تېرو نهه ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې ۹۰ ترهګر طالبان وژل شوي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر موټرسایکلونه،. . .
فراه کې ۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره ورځ امنیتي او دفاعي ځواکونه د فراه ولایت د مرکز په شیخا کلي کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې یې ۶ ترهګر طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.