لوګر کې د ترهګرو طالبانو د دوه ډلمشرانو په ګډون څلور ترهګر طالبان ووژل شول.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۱۲:۵۹
م

ترهګرو طالبانو د لوګر ولایت د مرکز اړوند په کنجک او شکر کلا سیمو کې د پولیسو پر امنیتي پوستو برید کړی، چې د ملي پولیسو له غبرګون سره مخ شوی او په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د دوه ډلمشرانو په ګډون څلور ترهګر طالبان وژل شوي دي.
په یاده نښته کې ملي پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.