Pastنور دلته
ننګرهار کې د چرسو یوه محموله کشف او ترلاسه شوه
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۲۱۶ کیلوګرامه نشه يي توکي د. . .
هرات کې دوه تنه د قتل قضیې په تړاو ونیول شول
د هرات ولایت پولیسو هغه کس نیولی چې څه موده دمخه یې د کاپيسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ درې اوسېدونکي وژلي وو او بیا له سیمې تښتېدلی و.
یاد کس د کاپیسا ولایت د پولیسو د خبر ورکولو. . .
کندز کې پولیسو سره په نښته کې یو وسله وال غل وژل شوی او درې نور نیول شوي
د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز کندز ښار په اړوند " حوزوي روغتون" سیمه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو وسله وال غل وژلی او درې نور یې نیولي دي.
تېره شپه وسله وال غله یوه. . .
کابل کې یو غلا شوی دولتي موټر اړونده بنسټ ته وسپارل شو
نن سهار ۸ بجې دوه وسله والو غلو د کابل ښار د ۱۲ امنیتي حوزې په اړوند ارزان قیمت سیمه کې د برښنا ریاست یو سپین هایلکس ډوله موټر غلا کړ.
د ملي پولیسو د ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د. . .
تخار کې ۷ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د تخار ولایت پولیسو ۷ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د قتل، غلا او نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه د تالقان ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو. . .
د کورنیو چارو وزارت پر اصلاحي برنامو بحث وشو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي خپل حضور ته ومانه.
په دغه کتنه کې د کورنیو چارو وزارت پر اصلاحي برنامو په ځانګړي. . .
کونړ کې د داعش له ماتې وروسته خلک خپلو سیمو ته ستنېږي
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو تر ننګرهار وروسته په کونړ ولایت کې داعش له ماتې سره مخ کړي، چې ډېری یې افغان ځواکونو ته تسلیم او یا وژل شوي دي.
امنیتي او دفاعي ځواکونو د کونړ ولایت د. . .
د خبریالانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي پیغام
د کب ۲۷مه د خبریالانو نړیواله ورځ دې د افغانستان د رسنیو ټولو درنو استازو، خبریالانو او د بیان ازادۍ لارویانو ته مبارک وي.
د بیان ازادي د افغانستان اسلامي جمهوریت د تېرو ۱۸ کلونو له. . .
کابل کې د حرفوي غلو څلور کسیزه ډله ونیول شوه
تېره شپه د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کابل ښار د لسمې ناحیې په اړوند قلعه فتح الله سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو حرفوي غلو څلور کسیزه ډله نیولې. . .