د خبریالانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي پیغام
د کب ۲۷مه د خبریالانو نړیواله ورځ دې د افغانستان د رسنیو ټولو درنو استازو، خبریالانو او د بیان ازادۍ لارویانو ته مبارک وي.
د بیان ازادي د افغانستان اسلامي جمهوریت د تېرو ۱۸ کلونو له مهمو لاسته راوړنو څخه ده او په هېواد کې یې د حکومت او خلکو تر منځ د اړیکو په رامنځته کولو او ټینګولو کې ځانګړی رول لوبولی، چې د وړانګو پایله یې د یوه ځواب ویوونکي حکومت شتون دی.
خلکو ته د پر وخت، کره او سمو اطلاعاتو د رسولو او همداراز د عامه اذهانو د تنویر په برخه کې د خبریالانو کار او زیار نشو هېرولی او ستومانۍ یې په ورین تندي ستایوو.
موږ د هېواد له خبریالانو څخه ځانګړې مننه کوو، چې د افغانستان د لوړتیا او د دې نظام د بقأ په برخه کې یې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو په څېر قربانۍ ورکړې او د مبارزې په دې لاره کې يې د شهید شویو خبریالانو ارواوو ته د دعا لاس لپه کوو.
کورنیو چارو وزارت د تل په څېر یو ځل بیا د هېواد د رسنیو معززو استازو ته ډاډ ورکوي، چې د امنیت ساتنې په برخه کې به یې له هېڅ راز هڅو ډډه نه کوي او د خبریالانو پر وړاندې د ثبت شویو تاوتریخوالي قضیو په څېړنه کې به جدي اقدام وکړي.
محمد مسعود اندرابي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر