د شمال زون پولیسو اکاډمۍ تعلیمي مرکز څخه لسګونه مجاهدین، تر روزنیز کورس وروسته فارغ شول.

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۴ - ۱۷:۰
kj


د یاد مرکز په دغه غونډه کې چې د مجاهدینو تر دوه اونیز رورنیز کورس د فراغت په پار جوړه شوې وه د بلخ ولایت والي، د هېواد مشهور جیِّد عالم فضیلت الشیخ مولوي عنایت الله برهاني، د بلخ امنیې قوماندان، شیخ الحدیث هاشمي صیب، د بلخ ولایت دولتي ادارو رئیسانو، علماءِ کرامو او ګڼ شمېر مجاهدینو ګډون درلود.
په پیل کې د شمال زون پولیسو اکاډمۍ قوماندان مل پاسوال مولوي فضل الرحمٰن نصرت مېلمنو ته د ښۀ راغلاست تر څنګ د یاد مرکز د فعالیتونو، ظرفیت او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل "دغه تعلیمي مرکز، چې څه موده کېږي فعال شو، په لومړي ګام کې د بلخ ولایت حوزو آمرینو، مرستیالانو او د یادو حوزو یو شمېر نورو مجاهدینو ته دوه اونیز ښوونیز کورس تنظیم کړ، چې دا دی نن یې تاسو د فراغت غونډې شاهدان یاستئ" مولوي صیب نصرت زیاته کړه، چې له دغه ښوونیز کورس څخه ۵۱ تنه ساتنمنان او ۵۵۰ تنه نور مجاهدین چې په خپلو امنیتي حوزو کې ورته کورسونه برابر شوي و؛ فارغ شول. 
ښاغلي مولوي صیب نصرت وعده وکړه چې د دغه تعلیمي اکاډمیک مرکز سیاسي او امنیتي صلابت ته به ځانګړې پاملرنه کوي او تر خپلې وسې به هڅه کوم، چې د وطن د اصیلو بچیانو علمي او مسلکي کچې لوړلو لپاره لازم او مناسب مسلکي کورسونو لپاره زمینه سازي وکړم.
تر هغې وروسته د بلخ ولایت والي مولوي قدرت الله ابوحمزه مجاهدینو ته رهنمودي وینا وکړه او د دغه تعلیمي مرکز له مسئولینو او استاذانو یې مننه وکړه.
والي صیب وویل: "د اسلامي مکلفیتونو یو اصل دا دی چې لومړی به د یوه مسئولیت په اړه تعلیم کوې، بیا به مسئولیت اخلې دا دی نن ورځ تاسو له علمي او نظري مسلکي زده‌کړې تر لاسه کړي، هیله مند یم چې په خپلو ورځنیو چارو کې ترې ګټه پورته کړئ" والي صیب له ټولو امنیتي مسئولینو غوښتنه وکړه، چې د خلکو د امنیت او سوکالۍ لپاره به تر خپلې وسې تلاش او هڅه کوئ، ځکه اسلامي نظام د خلکو د رفاه او آزادۍ لپاره تلاش کوي، نو تاسو به د خپلو ټولو افراد کړنې له نږدې څارئ او د ستونزو په حل کې به ورته لارښوونه کوئ.
والي صیب د یاد ښوونیز مرکز له مشرتابه څخه مننه وکړه او د چارو د لا ښه تنظیم او وړتیاوو لوړلو په برخه کې یې هیله‌مندي څرګنده کړه.
ور پسې شیخ صیب هاشمي خبرې وکړې او د اسلامي ارشاداتو او نبوي سیرت په رڼا کې یې د مسئولینو مکلفیتونو ته په اشارې سره وویل: " د اسلام ټول تاریخ که مطالعه کړئ، مسلمانانو تل د مدافعې په حالت کې قرار نیولی او د اسلامي نظام د ټینګښت په اړه یې دعوت کړی او د متجاوزینو د تجاوز لپاره یې خپل تدابیر نیولي او جنګېدلي دي، دا په دې معنا چې د نظام جوړول آسانه دي، د نظام ساتنه سخته ده". شیخ صیب هاشمي وویل، چې د شکر ځای دی، چې نن موږ د اسلامي نظام څښتنان یو او د خپل نظام د پیاوړتیا لپاره خپل امنیتي مسئولین او مجاهدین په مسلکي زده‌کړو روزو.
د یاد مرکز استاذ محمد شفیع شمس د یاد کورس په اړه لنډې خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې زموږ علمي او مسلکي ټیم دې ته تیار دي، چې په شمال زون کې د ا.ا امنیتي مسئولین په پوره صداقت سره وروزي.
د غونډې جمع‌بندۍ لپاره د هېواد نامتو عالم، استاذالعلماء فضیلت الشیخ مولوي عنایت الله برهاني علمي او رهنمودي وینا وکړه او د بلخ تاریخي او فرهنګي ارزښت، اسلامي نظام او مجاهدینو سترو بریاوو په اړه یې وویل:" تاسو د نړۍ ستر طاغوت ته ماتې ورکړې، هغه طاغوتي قدرت چې شرق او غرب یې له نامه اخیستو ویره لري او تاسو په خالي لاس، ستونزو او قربانیو داسې ماته ورکړه، چې شرمېدلي د هېواد پرېښودو ته اړ شول".
ښاغلي برهاني صیب مسئولینو ته د نظام ساتنې، حکومت او خلکو سره د سلوک په اړه اړینې خبرې وکړې او مجاهدینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د خلکو د سوکالۍ او اسلامي ارزښتونو د ساتلو لپاره به له پوره تواضع او تدبیر څخه کار اخلئ. 
ښاغلي شیخ صیب برهاني د یاد تعلیمي مرکز له دغه پروګرام څخه هر کلی وکړ او خوښي یې څرګنده کړه، چې داسې بنسټیز کارونه کولی شي، چې یو نظام په شعوري او عملي توګه اداره او محفوظ کړي. شیخ صیب زیاته کړه، چې په ټوله نړۍ کې د افغانستان اوسني نظام په څېر نظام شتون نلري چې اسلامي ارزښتونو ته یې پاملرنه کړې وي. برهاني صیب د اسلامي او کفري هېوادونو د پولیسو تر منځ مقایسوې اشاره وکړه او ویې ویل: کفري هېوادونو کې پولیس داسې روش له مسافرینو او خپلکو سره کوي لکه یو مهربانه پلار او مور، په اسلامي هېوادونو کې پولیس داسې دي لکه ټول ولس چې مجرمین وي، همدا لامل کېږي، تر څو خلک له نظام څخه فاصله پیدا کړي؛ نو پولیسو ته اړینه ده، چې خلک په خپله غېږ کې ونیسي او په ډېره مهربانۍ ور سره عمل وکړي.
د غونډې په پای کې د یاد تعلیمي مرکز د کورس مشمولینو لخوا تر لنډ ویدیویي کلیپ ښودلو او د کورس برخه والو ته د ستاینلکونو تر توزېع وروسته غونډه پای ته ورسېده.
د یادولو وړ ده، چې یاد ښوونیز مرکز د پولیسو د روزلو په برخه کې مکلفیت لري، چې فعالیت ساحه یې د شمال زون پنځو ولایتونو تر کچې ده او په یو وخت کې د ۱۵۰۰ تنو د روزنې بشپړ ظرفیت لري.