میدان وردګو کې د ترهګرو طالبانو لوی جنایت؛ دوه ماشومان شهیدان شوي او یوه پېغله ژوره ټپي شوې

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۲۰:۴۱
5

نن سهار د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې ترهګرو طالبانو یو ځل بیا په لوی جنایت لاس پورې کړی، چې په ترڅ کې یې دوه ماشومان شهیدان شوي او یوه پېغله ژوره ژوبل شوې ده. 
ترهګرو طالبانو د میدان ښار په چارکې سیمه کې یو کړۍ د پرسونل ضد ماین ځای پر ځای کړی و، چې پر ځایي خلکو چاودلی او له امله یې ملکي مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
ملکي او بې ګناه خلک په نښه کول جنګي جنایت دی او طالبان په هېواد کې د دې جنایت ستر عاملین دي.