بلخ ولایت کې له یوې خونړۍ ترورېستي پېښې مخنیوی شوی

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳۱ - ۱۵:۳۶
7

د بلخ ولایت امنیتي ځواکونو نن سهار له یوې خونړۍ ترورېستي پېښې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو په یوه سراچه ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې په مزارشریف ښار کې چاودنه ورکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د اومې حوزې په اړوند پل تصدي سیمه کې د امنیتي ځواکونو (ملي پولیسو او ملي امنیت) له لوري کشف او شنډ شو.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو څلور تنه نیول شوي دي.