غزني کې یو کس د نشه کوونکو تابلېتونو د قاچاق په تړاو ونیول شو 

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۲ - ۱۳:۵۵
7

 د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په غزني ښار کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو کس د نشه کوونکو تابلېتونو د قاچاق په تړاو نیولی دی. 
یاد کس ۲۶۵۰ قرصه نشه کوونکي تابلېتونه په یو عراده موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې د فراه ولایت بکواه ولسوالۍ ته یې ولېږدوي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د غزني ښار د علي بابا چوک په تلاشۍ پوسته کې تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی. 
بلخوا؛ یادو ځواکونو د هرات، دایکندي او هلمند ولایتونو په اړوند سیمو کې هم اته تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي. د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.