پکتیا او هلمند کې دوه تنه د وسایطو د غلا په تړاو ونیول شول

د پکتیا او هلمند ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو دوه تنه د موټر او موټرسایکل د غلا په تړاو نیولي دي.
پولیسو د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هغه کس له یو میل تفنګچې سره یو ځای تر پېژندنې وروسته نیولی، چې موده دمخه یې په ګردېز ښار کې یو کرولا ډوله موټر غلا کړی و او د پولیسو تر څار لاندې و.
همداراز پولیسو د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند پرتو سیمو کې هم هغه کس له یو عراده غلا شوي موټرسایکل او یو میل تفنګچې سره نیولی، چې څه وخت وړاندې یې د لښکرګاه ښار د یوه اوسېدونکي موټرسایکل او پيسې غلا کړې وې.
د دې کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.