بلخ کې درې وسله وال غله ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
9

پولیسو د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې درې وسله وال حرفوي غله د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د چپاول، زورواکۍ او د خلکو د ځورونې په تړاو نیولي دي.
یاد کسان له څو مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو او تېره ورځ د مزارشریف ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند ګذر پارسا سیمه کې نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه یو میل تفنګچه او یو عراده بې اسناده ټېکسي موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې کسانو نسبتي دوسیې د لازیاتو څېړنو په موخه اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.