نیمروز کې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شو

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲ - ۱۴:۲۴
t

د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
یاد کس ۸۵ کیلو ګرامه تریاک، ۸۸ کیلو ګرامه چرس او ۲۴ کیلو ګرامه کېمیاوي توکي چې د هیرویینو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېده او همداراز یو میل کلاشینکوف یې په یو عراده بار وړونکي موټرسایکل کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته یې قاچاق کړي، چې پولیسو نیولی دی.