خوست کې د حقاني ډلې د مهماتو او وسلو درې ډیپوګاڼې کشف او له منځه یوړل شوې

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۲:۴۶
6

نن افغان ځانګړو ځواکونو د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ ګډ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د حقاني ترهګرې ډلې د وسلو او مهماتو درې ډیپوګاڼې کشف او له منځه وړلې دي.
د دې عملیاتو پر مهال د حقاني ډلې یو شمېر جنګیالي ژوندي نیول شوي او همداراز یادې ترهګرې ډلې به په دې سیمه کې له خلکو په بېلابېلو پلمو عشر او زکات ټولولو.
د یادونې وړ ده چې د یادو عملیاتو په پای کې د کلي ځوانانو، سپین ږیرو او د ښوونځیو زده کوونکو ته یو شمېر لازم وسایل او ورزشي توکي هم ډالۍ شوي دي.