د کورنیو چارو سرپرست وزیر ننګرهار کې د مدني ټولنو له استازو سره ولیدل

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۸:۲۱
5

نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت له یو شمېر مدني ټولنو، ځوانانو، ګذر وکیلانو او قومي مشرانو سره وکتل.

د دې کتنې په لړ کې محمد مسعود اندرابي د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت په اړه د دوی خبرې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې د ملي پولیسو په لیکو کې پراخ اصلاحات راغلي او د ننګرهار پولیسو د تشکیل د کمبود سربېره د دوی نورو ستونزو ته به په جدي توګه رسیدګي کېږي.

ښاغلي اندرابي له ملي پولیسو سره د ولس په مرسته ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ولس باید له پولیسو سره د امنیت ساتنې په برخه کې خپله مرسته او همغږي غښتلې کړي؛ څو له هر ډول ناوړه پېښو مخنیوی وشي.