هرات کې له یوې چاودنې مخنیوی شوی

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۶ - ۱۴:۵۸
y

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات په لاره اچولي، چې په ترڅ کې يې د سړک غاړې له یوې ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.

ترهګرو طالبانو دا ماین د عابرینو د لېږدوونکو وسایطو د نښه ګرځولو په هدف ځای پر ځای کړی و، چې د ځانګړو ځواکونو لخوا له چاودنې مخکې کشف او شنډ شو.