د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له سترې قومندانۍ ۴۰۰ ساتنمنان فارغ شول.

د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له سترې قومندانۍ ۴۰۰ تنه چې ۲۷ تنه یې ښځینه پولیس تشکیلوي، نن له یوې شپږ میاشتنۍ ښونیزې ساتنمنۍ دورې تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
دا د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له عمومي قومندانۍ څخه د ساتنمنانو د فراغت پنځم پړاو دی، چې د لومړنیو مرستې رسونې، د وسلو تخنیک، تکتیک، د وسلې انداخت، د شکمنو ودانیو تلاشي او بریدونو په برخو کې یې زده کړې لیدلې دي.
په دې فراغت غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت، د کورنیو چارو وزارت ستر سلاکار لوی پاسوال عبدالهادي خالد، بهرنیو سلاکارانو، د هېواد د لومړۍ مېرمنې د دفتر استازې او د ملي دفاع وزارت استازو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان مل پاسوال میر احمد عظیمي د دې منسوبینو د زده کړو په اړه معلومات ورکړل او د ښونې او روزنې په برخه کې یې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له ملاتړه مننه او درناوی وکړ.
پدې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو ته د افغانستان د جګړې ډګرونو د اتلانو لقب ورکړ او د ترهګرو په ځپلو کې يې د دوی نقش مهم او کلیدي یاد کړ.
په همدې حال کې د دې شپږ میاشتني کورس یو تن فارغ شوي ساتنمن پدې ټینګار وکړ، چې ترهګر به د افغانستان په ګوټ - ګوټ کې وځپي او دا یې وویل، چې "موږ زده کړي چې په هر ډول شرایطو کې له خپلو خلکو دفاع وکړو."
د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له عمومي قومندانۍ د ۴۰۰ تنو فراغت غونډه د میهني ترانو او ورزشي نندارو په ترسره کېدو او د تصدیق لیکونو په ورکړې پای ته ورسېده.