پولیسو ۱۱ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۱۱ تنه د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې له نیمروز، ننګرهار، کندهار، خوست او کونړ ولایتونو څخه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې منځه درې تنه د ۱۱۵ کیلو ګرامه چرسو او دوه عرادو موټرو سره له ننګرهار څخه، یو تن له ۸۰ کیلو ګرامه تریاکو او یو عراده نقلیه واسطې سره له نیمروز څخه او پاتې نور یې له یادو ولایتونو څخه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیول شوي دي.