لوګر کې د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه امنیتي غونډه جوړه شوه.
نن د لوګر ولایت په امنیه قومندانۍ کې د ټاکنو د ولایتي کمېسیون له چارواکو، ښځو او امنیتي مسوولینو سره د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو امنیتي غونډه جوړه شوه.
دا غونډه چې د لوګر ولایت د امنیه قومندان سمونوال رحم خدا مخلص په مشرۍ جوړه شوې وه، ویې ویل، چې ټاکنې یو ملي پروسه ده او د دې پروسې د امنیت ټینګولو لپاره د لوګر ولایت ټولې قطعې او جزوتامونه خپل بشپړ تیاری لري.
د لوګرو لایت امنیه قومندان زیاته کړه چې هېڅوک د قانون په وړاندې لوړتیا نلري او په ټولو به یو شان قانون پلی کېږي او د تخلف او لاسوهنې په صورت کې به له جدي قانوني عمل سره مخ شي.
د غوندې په پای کې رحم خدا مخلص د لوګر ولایت ټولو امنیتي چارواکو ته د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو سپارښتنې وکړې او په چارو کې یې د لا بریا غوښتنه ورته وکړه.