د کوه البرز، شولګرې او چمتال ولسوالیو د عشر او زکات د ټولولو مسوولین ونیول شول.

moi-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۹ - ۱۱:۳۴
aa

د کوه البرز، شولګرې او چمتال ولسوالیو د عشر او زکات د ټولولو مسوولین ونیول شول.

د بلخ ولایت د کوه البرز، شولګرې او چمتال ولسوالیو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولسوالیو لپاره د ترهګرو طالبانو د عشر او زکات د ټولولو مسوولین ونیول.
سردار ولي، الله داد او خیرمحمد هغه کسان دي، چې په بلخ کې یې د ترهګرو طالبانو د عشر او زکات د ټولولو مسوولیت پرغاړه درلود؛ چې تېره ورځ د بلخ د پولیسو لخوا ونیول شول.
همداراز عین الدین چې د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او څه موده دمخه د ولسي غورځنګ له یو میل کلاشینکوف سره د ترهګرو طالبانو له ډلې سره یوځای شوی و، چې تېره ورځ د حیرتان د بندري ښارګوټي د امنیه قومندانۍ د پولیسو لخوا ونیول شو.