په تخار، پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې د نږدې ۱۶۰ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د شرطې ځواکونو د څو جلا عملیاتو په پایله کې، د تخار ولایت په اړوندو سیمو کې د ۹۴ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق په تړاو ۴ تنه، په ننګرهار ولایت کې له ۳۲ کیلوګرامه نشهيي توکو سره یو تن او په پکتیکا ولایت کې د ۳۱ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق په تړاو ۳ تنه نیول شوي دي.
نیول شوي کسان د شرطې ځواکونو تر څارنې لاندې دي او د دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.