خوست کې د حرفوي غلو یوه ډله ونیول شوه
د خوست امنیې قوماندانۍ د دویمې امنیتي حوزې له جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د استخباراتي ځواکونو په همغږۍ، د حرفوي غلو درې کسیزه ډله نیولې ده، چې په خوست ښار کې یې جیبوهل کول.
یادو کسانو په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم په ورته جرمونو کې لاس درلود.
نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او د نیولو پر مهال ۳۲ زره افغانۍ نغدې پیسې هم ورسره نیول شوې دي.