د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې پولیسو
په څو جلا اقداماتو کې، ۷ تنه غله او ۱ تن قاتل په هرات کې، ۴ تنه له جعلي پيسو سره د کنړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په بازار کې او ۲ تنه د غلا په تړاو په خوست کې نیولي دي. همدارنګه پولیسو ۲ عرادې وسایط په پروان او جوزجان ولایتونو کې کشف او بېرته خپلو مالکانو ته وسپارل چې په تړاو یې ۲ تنه نیول شوي دي.