څه باندې درې میلیونه غلا شوې پیسې بېرته خپلو مالکانو ته وسپارل شوې

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۳۸
asdfa

غلو دوه میاشتې وړاندې د غور ـ کابل پر لویه لاره د کوتل بکک په سیمه کې له دوو سوداګرو څخه ۳ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانۍ غلا کړې وې، چې د غور ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو د هڅو او کوښښونو په پایله کې یې عاملین ونیول شول او غلا شوې پیسې بېرته خپلو مالکانو ته وسپارل شوې.

نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی چې د لا زیاتو څېړنو لپاره به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.