د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ظرفیت لوړونې ورکشاپ څخه ۱۶۷ تنه فارغ شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر ریاست اړوند د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري د ظرفیت لوړونې لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد، چې په ترڅ کې یې ۱۶۷ تنه د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلي مدیران او عملیاتي او اداري مسؤلین فارغ شول. په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن منیر، د لوړو زده کړو وزارت د طبي علومو رئیس شیخ احسانالله ابوالفیضان، یو شمېر رئیسانو، مدیرانو او منسوبینو ګډون درلود.
په مراسمو کې ویناوالو د مسلکي ظرفیت لوړونې پر اهمیت،ریښتینولۍ، تقوا، امانتدارۍ او ژمنتیا ټینګار وکړ او له فارغ شویو مسؤلینو وغوښتل چې په خپلو کاري چارو کې د اسلامي ارزښتونو او نبوي سیرت لارښوونې په پام کې ونیسي. غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو او تشویقي ډالیو په وېش او دعا سره پای ته ورسېده.