د سمنګان ۹۴ تنه پولیس منسوبین د مسلکي او عقیدتي روزنې له کورس څخه فارغ شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۶
555


د سمنګان ولایت د امنیه قوماندانۍ ۹۴ تنه پولیس منسوبین، د لنډمهاله مسلکي او عقیدتي روزنې بشپړولو وروسته، د بلخ ولایت د پولیسو د روزنیز مرکز څخه فارغ شول او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل. د سمنګان د امنیه قوماندانۍ مسؤلین دغه ډول روزنیز پروګرامونه د پولیسو د مسلکي ظرفیت لوړولو او د امنیتي دندو د اغېزمن تطبیق لپاره ګټور او مؤثر ګام بولي.