مولوي عبدالمنان محمود د نیمروز ولایت د والي په توګه معرفي شو moi-af شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۲۹ https://moi.gov.af/ps/%D9%85%D9%88%D9%84%D9%88%D9%8A-%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%85%D9%86%D8%A7%D9%86-%D9%85%D8%AD%D9%85%D9%88%D8%AF-%D8%AF-%D9%86%DB%8C%D9%85%D8%B1%D9%88%D8%B2-%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA-%D8%AF-%D9%88%D8%A7%D9%84%D9%8A-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%D9%88%DA%AB%D9%87-%D9%85%D8%B9%D8%B1%D9%81%D9%8A-%D8%B4%D9%88 هغه مراسم چې په همدې موخه په یاد ولایت کې جوړ شوي وو، شیخ محمد قاسم خالد د نیمروز پخوانی والي، د مرکزي قول اردو قومندان او یو شمېر نورو محلي مسوولینو او منسوبینو پکې شتون درلود. د نیمروز پخواني والي شیخ محمد قاسم خالد په خپلو خبرو کې، تغیر او تبدیل د ښه حکومت دارۍ اصول یاد کړل او د ټولو مسوولینو او منسوبینو څخه یې غوښتنه وکړه چې د نوی والي سره پوره همکاري وکړي او خپل وظایف په ریښتینولۍ سره تر سره کړي. د نیمروز ولایت لپاره نوي ټاکل شوي والي هم په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې په ټول توان به د خلکو د خدمت لپاره کار وکړي او د سهولتونو په رامنځ ته کولو کې به خپلې هڅې وکړي.