د بدخشان پولیسو ۴ تنه د سلو کیلو ګرامه څخه زیاتو تریاکو د قاچاق په تړاو نیولي

د بدخشان امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د یاد ولایت په ارګو ولسوالۍ کې، ۴ تنه قاچاق وړونکي چې ۱۰۶ کیلو ګرامه تریاک یې په یوه هایلکس ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې یوه نا معلوم ځای ته یې ولېږدوي، ونیول.