۶ ولایتونو کې؛ ۱۱ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ونیول شول

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په مهال په کاپیسا، پروان، خوست او فراه کې ۱۱ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي دي.
همداراز، د ننګرهار نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په دور بابا ولسوالۍ کې په یو کور کې د پلټونکي عملیات پایله کې ۳۴ کیلو ګرامه شیشه او ۴ کیلو ګرامه هیرویین نیولي دي.