زابل کې د مرکز کلات ښار د ښه امنیت په موخه ۳۰ کسيزه موټر سایکل سپره قطعه رامنځ ته شوه.

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۰:۲۱
adsfas

د زابل امنیه قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال وایي، چې د یادې قطعې موخه په کلات ښار د جنایي جرمونو مخنیوی، د ښاریانو ستونزو ته رسیدل او د بېړنیو پېښو په مهال چټکه رسېدنه ده.

د ځانګړو موټر سایکل سپرو پولیسو د نویو قطعو رامنځ ته کولو لړۍ په ولایتونو کې روانه او تراوسه په ښارونو کې د عامه نظم او د امنیت په ټينګښت کې ګټور ثابت شوي دي.