تازه خبرونهنور دلته
پولیسو ۸۶ روږدي له درمنلې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۴۵ روږدي په غزني او ۴۱ نور په کابل ولایت کې چې پخوا یې د درملنې په موخه راټول کړي وو له بسترېدو او درملنې وروسته د یوې کمېټې په وسیله خپلو کورنیو ته. . .
۸ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۵ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ونیول
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په هلمند، لغمان، پروان، بغلان، بامیان، سرپل، سمنګان او پکتیکا ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي دي. . .
د تامیناتي چارو مرستیال له مل پلاوي سره کونړ ته سفر وکړ او له ځایي مسؤلینو سره یې ولیدل.
د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو مرستیال الحاج مولوي عبدالله مختار کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د امنیه قوماندان ترڅنګ له ځایي مسؤلینو سره ولیدل او دوی ته یې د بیت المال. . .
نشه یي توکو سره د مبارزې معین د هرات له والي سره د نشه یي توکو په وړاندې په جدي مبارزې ټینګار وکړ
د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې معین لوی پاسوال ملا عبدالحق همکار هرات ته د سفر په ترڅ کې د هرات له والي مولانا اسلام جار سره د سیمه ییزو دولتي ادارو ترمنځ د نشه یي توکو. . .
امنیتي ځواکونو؛ ۱۲ تنه نیولي او څلور میله وسله ترلاسه کړه
له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غلاوو، د وسلو د ناقانونه پلور او نورو جنایي جرمونو ۱۴ تنه نیول شوي او څلور میله وسله کشف او ترلاسه شوې ده.
له منځه یې، شپږ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په. . .
د امیر المؤمنین حفظه الله د حکم له مخې حافظ عبدالرشید عمري د غزني د نوي مرستیال والي په توګه رسما معرفي او په دنده یې پیل وکړ.
په همدې اړه یوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري ښاغلی حافظ عبدالرشید عمري د غزني ځایي مسؤلینو او خلکو ته معرفي او په دنده یې پیل وکړ.
په غونډه کې د. . .
نیمروز کې؛ پولیسو ۳۰ تنه د قاچاق او غلا په تړاو ونیول
د نیمروز امنیه قوماندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۲۷ تنه د انساني قاچاق او درې تنه د غلا په تړاو په مرکز زرنج او ولسوالیو کې نیولي چې له. . .
۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول
امنیتي ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په کندز، هلمند، کندهار، سمنګان، بلخ او نورستان کې د غلاوو، قاچاق او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو ۲۱ شکمن کسان نیولي چې عدلي او قضایي ارګانونو ته. . .
۵ ولایتونو کې؛ پولیسو د څارویو د قاچاق مخه نیولې او د ۱۱ کسانو نیولو ترڅنګ یې یو شمېر وسلې نیولي
د جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو اته تنه د انساني قاچاق په تړاو په نیمروز، دوع تنه د ګواښ او زور ویلو په تړاو په هرات او یو حرفوي غل د سرپل ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی. ورته. . .