په تخار ولایت کې د ۶۹ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۲۰
asdfasf

د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو، د دغه ولایت د مرکز تالقان ښار د خطایان په سیمه کې دوه تنه د ۶۹ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي. یاد کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.