خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۹ - ۹:۴۹
Background image

کابل او لوګر کې پنځه تنه د ترورېستي فعالیتونو په تړاو ونیول شول

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په کابل او لوګر ولایتونو کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو نیولي دی.
له دې منځه یو کس د کابل ولایت له ده سبز. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

کندز کې يو کس د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو

د تخار ولايت د امنيه قومندانۍ منسوبينو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يو کس د کندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو له قيده ازاد کړى او د دې کس د تښتونې په تور يې يو تن نيولى دى. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۱۵:۳۲
Background image

غزني کې ۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن سهار امنيتي او دفاعي ځواکونو د غزني ولايت په خوګيانيو ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد يو لړ عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د دې عملياتو پر. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

تخار کې هغه کس ونیول شو چې خپله مور یې وژلې وه

د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو هغه کس نیولی، چې تېره ورځ یې خپل مور د تېشې په وسیله وژلې او خور یې ټپي کړې وه.

یاد کس د ورسج ولسوالۍ په "موچکان" کلي کې له دې پېښې وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۱۰:۴۹
Background image

ننګرهار کې ۳۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول

له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ له اړوند سیمو د نشه يي توکو یو قاچاقبر نیولی دی.
له یاد کس څخه ۳۲۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله ضبط شوي،. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۹:۴۱
Background image

لوګر کې د ترهګرو طالبانو نهه کلیدي غړي ووژل شول

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د لوګر ولایت د بره کي برک ولسولۍ په "بابري، آهنګران او الف جان" کلیو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۹:۱۴
Background image

زابل کې له دوه خونړیو پېښو مخنیوی شوی

تېره ورځ پولیسو د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د شهر صفا ولسوالۍ په اړوند سیمو کې دوه کړۍ د پرسونل ضد ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

پکتیا کې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره ورځ د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په نېک نام سیمه کې د ملي پولیسو د یوه کمین په ترڅ کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د کمین په پایله کې د ترهګرو جسدونه د جګړې په ډګر. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۷ - ۱۸:۰
Background image

غور کې دوه ترهګر طالبان ونيول شول

څو شېبې وړاندې د غور ولايت د فېروزکوه ښار له "دهن اخته خانه" سيمې دوه ترهګر طالبان له امنيتي ځواکونو سره تر نښتې وروسته نيول شوي دي.
دا کسان هغه مهال ونيول شول چې د امنيتي ځواکونو پر. . .

Pagination