۹ تنه په ۵ ولایتونو کې د غلا، قاچاق، غیرقانوني وسلو او مهماتو ساتلو په تړاو نیول شوي

پولیسو ځواکونو د څو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه د یو میلیون او ۶۰۰ زره پاکستانۍ کلدارو د غلا په تړاو د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې، ۲ تنه د یو میل کلاشینکوف او ۱ زرو ۲۸۳ فیره مرمیو د لېږد په تړاو د ننګرهار په خوګیاڼیو، ۲ غله په نیمروز او ۲ تنه نور غله یې په بامیان ولایت کې نیولي.
دغه راز، یو تن د ۶ میله غیرقانوني وسلو او مهماتو د ساتلو او یو بل تن د غلا په تړاو په هرات ولایت کې نیول شوي.