۶۸۳ خدمتي پولیس خپلو اصلي دندو ته وګرځېدل

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۰ - ۱۶:۵۹
1

د پولیسو ۶۸۳ منسوبین چې له ځینو کسانو او  سیاسيونو سره خدمتي وو، د تېرې اونۍ په لړ کې خپلو اصلي دندو ته ګرځېدلي دي. 
نن له غرمې مخکې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د ویډیو کنفرانس له لارې د خدمتي پرسونل د ټولونې د راپور ترلاسه کولو په پار غونډه ترسره کړه. 
ستر امنیتي معین د خدمتي پرسونل د راګرځونې له امله د ولایتونو د امنیه قوماندانیو له کړنو مننه وکړه او دوی ته یې لارښوونه وکړه، څو هغه کسان چې له دې امر څخه سرغړونه کوي او خپلو اصلي دندو ته نه حاضرېږي له خپلو بستونو منفک او پر ځای یې هغه افسران چې په احتیاط کې دي، وګومارل شي.
ښاغلي قانع تېره اونۍ ټولو امنیه قوماندانانو او د کورنیو چارو وزارت جزوتامونو ته لارښوونه وکړه، څو ټول هغه منسوبین چې له ځینو کسانو او سیاسیونو سره خدمتي دنده ترسره کوي، خپلو اصلي دندو ته راوګرځوي او د امنیت د ټینګښت او د قانون د تنفیذ په برخو کې ترې استفاده وکړي. 
هېره دې نه وي، چې ۷۰ تنه هغه خدمتي منسوبین چې له دې امر څخه یې سرغړونه کړې وه، له خپلو دندو ګوښه او پر ځای یې نوي کسان وګومارل شول.