۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۰ ته د جنایي جرمونو په تړاو ونیول
امنیتي پولیسو د هیواد په پنځو ولایتونو کې د وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۱۰ تنه د غلا، غصب، ناسمه ګټه اخیستو او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، پنځه تنه غیر مسؤل وسله وال د غصب او د مجاهد له نوم څخه د استفادې په تړاو په هرات، دوه غله په سمنګان او درې تنه د غلا په تړاو په ننګرهار، غزني او نیمروز کې نیول شوي دي.