۴ ولایتونو کې؛ ۱۴۴ روږدي راټول او ۳۷ نور له بستر وروسته رخصت شول

د روږدو د راټولولو په دوام پولیسو ۱۲۴ تنه په نیمروز، ۱۲ تنه په هلمند او ۸ تنه په غزني ولایت کې راټول کړي او د بستر په موخه یې روغتیایي مرکزونو ته لېږدولي دي.
همداراز، د فراه نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۳۷ تنه روږدي چې پخوا یې د یاد ولایت له مختلفو څنډو راټول کړي وو، له بستر او درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.