۲۷ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په ۷ ولایتونو کې نیول شوي
پولیس ځواکونو د څو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې، ۱۱ تنه د غلا او نشه یي توکو پلورلو په تړاو د تېرو دوو ورځو په لړ کې، د فراه په ولایت کې، ۶ تنه د قمار بازۍ په تړاو د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې، دوه تنه غله په هرات کې، دوه تنه غله نیمروز کې او یو بل تن یې د غیر قانوني وسلې ساتلو په تړاو د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې نیولي او دوه میله کلاشینکوفونه یې د سرپل په بلخاب کې کشف او تر لاسه کړي دي.
دغه راز پولیس ځواکونو، د خوست په شمل دوه منده ولسوالۍ کې ۵ تنه وسله وال چې د یو بل کس د وژلو هڅه یې کوله د یو میل کلاشینکوف، ۵ دانو چاقوګانو او یو عراده غلا کړل شوي موټر سره نیولي.