۱۸ تنه په ۴ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۰:۱۳
asdfsa

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې، ۱۸ تنه د غلا په تړاو په ۴ ولایتونو کې نیولي دي.

له دې ډلې، ۶ تنه غله په هرات ولایت، ۵ تنه په فراه ولایت کې د پیسو او موټرونو د غلا په تړاو، ۵ تنه په غزني ولایت کې له یوې توپنچې سره د ۴ موټرسایکلونو او ۱۴۰۰۰۰ افغانیو د غلا په تړاو او ۲ تنه نور د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د غلا په تړاو نیول شوي دي.