۱۴ تنه په ۱۱ ولایتونو کې د نشهيي توکو د خرڅلاو، استعمال، قاچاق او تولید په تړاو ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په پکتیا، لغمان، پروان، سرپل، کندوز، بامیان، بلخ، بدخشان، غزني، خوست او فراه ولایتونو کې ۱۴ تنه د نشهيي توکو د خرڅلاو، استعمال او تولید په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه څه باندې ۱۱ کیلوګرامه چرس، ۷ کیلوګرامه تریاک او ۱۰۸۵ دانې نشهيي ټابلیټونه ترلاسه شوي دي.