یو ماشوم په کندهار ولایت کې د انسان تښتوونکو له منګلو وژغول شو

د یاد ولایت پولیسو، د یوه کشفي اقدام په ترڅ کې د نورو امنیتي ادارو سره پر همغږۍ، یو ماشوم د تښتوونکو له منګلو وژغورلو چې تېره ورځ د کندهار ولایت په دریمه حوزه کې تښتول شوی وو او د خلاصون په بدل کې یې لس میلیونه افغانۍ له کورنۍ څخه غوښتل شوې وې.
د ماشوم د تښتولو په تړاو دوه تنه نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.