یو شمېر وسلې کشف او ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
شیشسب

​د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې منسوبینو ۱۵ میله توينچې چې په قاچاقي ډول له پاکستان څخه راوړل شوې وې، کشف او په تړاو یې یو تن نیولی دی.
همدارنګه، د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې منسوبینو څلور میله کلاشینکوفونه چې د بیت المال اړوند وو، کشف او ضبط کړي دي.
په ورته وخت کې، پولیسو په څو جلا عملیاتو کې ۴ تنه غله په هلمند، ۴ تنه د قمار په تړاو په جوزجان، ۳ تنه د یوه عراده موټر د غلا په تړاو په فاریاب او ۲ تنه نور یې د غلا په تړاو په بغلان او غور ولایتونو کې نیولي دي.