یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ۴ تنه ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۱۲
asdfasdf

د ارزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د تېرې ادارې د یوه نظامي په کور کې ۴ میله کلاشینکوف، یوه توپنچه، ۲۵۰ فیره د کلاشینکوف مرمۍ او ۲ پرتلې کشف او ترلاسه کړې دي.

همدارنګه، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په څو جلا عملیاتو کې، یو تن د غلا او یو تن د قتل په تړاو په بدخشان، یو تن د غلا په تړاو په پکتیکا او یو تن د ناقانونه وسلو ساتلو په تړاو د فاریاب ولایت په پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې نیولي دي.