یوه اندازه مهمات او وسلې کشف او لس تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول
د خوست ولایت د ځاځيمیدان ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۲۲ فیره د راکټ مرمۍ او ۲۲ پټاکۍ چې د یادې ولسوالۍ د بیدا کلي په سیمه کې خښ شوي وو، کشف او ترلاسه کړي دي.
په ورته مهال د هرات د انجیل ولسوالۍ پولیسو د یو پلټونکي اقدام پر مهال دوه میله کلاشینکوفونه او دوه توپنچې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترلاسه کړي او په هرات ښار کې یې یو غل نیولی دی.
همداراز د کندوز د ګلتپې ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ پولیسو د تېرې اونۍ په لړ کې نهه تنه د غلاوو په تړاو نیولي دي.