کورنیو چارو وزارت کې یو باب کتابتون پرانیستل شو.

rozi_moi
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۱ - ۱۳:۴۳
moi

د کورنیو چارو وزارت کتابتون د یاد وزارت د اداري معین لوی پاسوال عبدالجبار پردلي، د مطبوعاتو او عامه اړیکو د ریاست سرپرست نصرت رحیمي، د ښوونې او روزنې د رییس پوهنیار مل پاسوال جاوېد بهشتي او د یاد وزارت د یو شمېر منسوبینو په شتون کې پرانیستل شو.
د کورنیو چارو وزارت اداري معین لوی پاسوال عبدالجبار پردلي، د یاد وزارت د منسوبینو لپاره د کتابتون پر پرانیستې خوښي وښوده او زیاته يې کړه، چې د دې لړۍ دوام د کورنیو چارو وزارت د کدرونو د ودې او وړتیا په زیاتولو کې لویه مرسته کولای شي.
ښاغلي پردلي د کتابتونونو د لړۍ پر مدام کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کورنیو چارو وزارت د منسوبینو په پوهنې، علمي کېدو او بنسټیز کېدو کې به رغنده چارې تر لاس لاندې ونیسي او په نږدې وخت کې یې د برېښنايي کتابتون د جوړېدو زېری ورکړ.
د یادولو وړه ده، چې د کورنیو چارو وزارت د کتابتون بنسټ په ۱۳۸۱ ه.ل کال کې د یاد وزارت د مشرتابه له خوا اېښودل شوی و او نن یې د نوې ودانۍ پرانیسته ترسره شوه.
په یاد کتابتون کې څه باندې لس زره جلده بېلابېل علمي، مسلکي، حقوقي، فلسفي، تاریخي او ټولنیز کتابونه شتون لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۵ - ۱۳:۲۳
Background image

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور ونیول شول.

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو له خوا دوه تنه هغه مهال ونیول شول، چې غوښتل یې نهه کیلو ګرامه شیشه بهر ته قاچاق کړي.
نیول شویو کسانو نشه يي توکي د ځانپاک په منځ او کالیو کې. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۵ - ۱۳:۱۱
Background image

زابل کې د ترهګرو طالبانو درې ملاتړي د چاودېدونکو توکو د لېږد پرمهال ونیول شول.

د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د چاودېدونکو توکو ۷۷ خریطې له یو ۳۰۳ موټر څخه کشف او ضبط کړې.
همداراز د پولیسو د دې عملیاتو پر مهال چې. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۵ - ۱۳:۹
Background image

کابل کې له خونړۍ پېښې مخنیوی شوی.

د کابل ښار د پنځمې حوزې منسوبینو نن سهار د ۰۸:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې د یوه مقناطیسي ماین چاودنې مخه نیولې.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د کابل ښار د کمپنۍ پله په سیمه کې ځای پر ځای کړی و، چې. . .

بېرته خبرونه ته