کورنیو چارو وزارت کې یو باب کتابتون پرانیستل شو.

rahimzai_moi
Sun, Feb 10 2019 1:43 PM
moi

د کورنیو چارو وزارت کتابتون د یاد وزارت د اداري معین لوی پاسوال عبدالجبار پردلي، د مطبوعاتو او عامه اړیکو د ریاست سرپرست نصرت رحیمي، د ښوونې او روزنې د رییس پوهنیار مل پاسوال جاوېد بهشتي او د یاد وزارت د یو شمېر منسوبینو په شتون کې پرانیستل شو.
د کورنیو چارو وزارت اداري معین لوی پاسوال عبدالجبار پردلي، د یاد وزارت د منسوبینو لپاره د کتابتون پر پرانیستې خوښي وښوده او زیاته يې کړه، چې د دې لړۍ دوام د کورنیو چارو وزارت د کدرونو د ودې او وړتیا په زیاتولو کې لویه مرسته کولای شي.
ښاغلي پردلي د کتابتونونو د لړۍ پر مدام کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کورنیو چارو وزارت د منسوبینو په پوهنې، علمي کېدو او بنسټیز کېدو کې به رغنده چارې تر لاس لاندې ونیسي او په نږدې وخت کې یې د برېښنايي کتابتون د جوړېدو زېری ورکړ.
د یادولو وړه ده، چې د کورنیو چارو وزارت د کتابتون بنسټ په ۱۳۸۱ ه.ل کال کې د یاد وزارت د مشرتابه له خوا اېښودل شوی و او نن یې د نوې ودانۍ پرانیسته ترسره شوه.
په یاد کتابتون کې څه باندې لس زره جلده بېلابېل علمي، مسلکي، حقوقي، فلسفي، تاریخي او ټولنیز کتابونه شتون لري.