کورنیو چارو وزارت د سیګار له هغه راپوره هرکلي کوي چې پکې یې د کورنیو چارو وزارت د اصلاحاتو لړۍ بریالۍ بللې

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۳۰ - ۱۲:۲۲
f

کورنیو چارو وزارت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څارونکې ادارې (سیګار) له هغه خپاره شوي راپوره هرکلي کوي، چې پکې کې یې د کورنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د تدارکاتو، مالي، لوژېستیک او ټول وزارت په کچه د اصلاحاتو له راوستو ستاینه کړې ده.

د افغانستان اسلامي جمهوريت او جلالتمآب جمهور رییس د هغو کړو ژمنو او تعهداتو په اساس چې د افغانستان له خلکو، نړیوالې ټولنې او ستراتیژیکو همکارنو سره یې لري؛ له هغې ډلې یو یې په امنیتي بنسټونو کې د اصلاحاتو پیل دی، چې کورنیو چارو وزارت یې یوه ښه بېلګه ده.

سیګار په خپل راپور کې لیکلي، چې کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو د لړۍ له پیله تر اوسه د ۲۷ ولایتونو د امنیه قومندانانو د ګمارنې سربېره چې د ظرفیت، مسلکي توب، ژمنتیا او باور له مخې په دندو ګمارل شوي؛ لاندې اصلاحات هم د یادونې وړ دي:
• له درنو جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د ګړندیو ګامونو پورته کېدل
• د تدارکاتي لړۍ روڼتیا
• د امنیه قومندانانو لپاره له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د کورسونو پرانیستل
• د اداري فساد پېژندنې لپاره د نویو میتودونو رامنځته کېدل
• د جنسیتي برابرۍ (جندر) په برخه کې پرمختګ

د کورنیو چارو وزارت رهبري د افغانستان خلکو، نړیوالې ټولنې او خپلو ستراتیژیکو همکارانو ته یو ځل بیا ډاډ ورکوي، چې کورنیو چارو زارت کې د اصلاحاتو پیل شوې لړۍ به تر دې لا ګړندۍ دوام ولري او له فساد سره د مبارزې په برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي.